Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد شمال زون د سوداګرو او صنعتکارانو له یو شمېر استازو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد شمال زون د سوداګرو او صنعتکارانو له یو شمېر استازو سره وکتل

1.jpg

17 حوت 1400

د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد شمال زون د سوداګرو او صنعتکارانو له یو شمېر استازو سره وکتل

د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخند، تېره ورځ د هیواد شمال زون د سوداګرو او صنعتکارانو د بېلابیلو اتحادیو له استازو  سره د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې کتنه کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال ښاغلي خانزاده عبدالله، د یاد ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند او د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل هم شتون درلود.
په پیل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې د عوایدو او ګمرکونو له معین سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یي وکړه. همداشان د هیواد شمال زون د سوداګرو او صنعتکارانو د بېلابیلو اتحادیو استازو هم د خپلو اړوندو اتحادیو ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د ګمرکونو او عوایدو معین دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې صنعتکاران او سوداګر د هیواد په پرمختګ کې مهم رول لري او له دوی سره یي ژمنه وکړه چې د هیواد نافذه قوانینو او شته امکاناتو ته په کتو سره به د دوی ستونزو ته رسیدنه وشي.