د کابینې پریکړه: له دې وروسته که هرچا بي کیفیته مواد هیواد ته وارد کړل قانوني چلند به ورسره وشي

خبرتيا.jpeg

28 جدی 1400

د کابینې پریکړه: له دې وروسته که هرچا بي کیفیته مواد هیواد ته وارد کړل قانوني چلند به ورسره وشي
د مرغومي ۲۸مه ۱۴۰۰ه.ل/ د جمادي الثاني ۱۴مه ۱۴۴۳ه.ق
د ا.ا.ا کابینې د وروستۍ ناستې د پریکړې له مخې هیواد ته د بي کیفیته تیلو، ګازو، درمل، خوراکي موادو  او د غیر معیاري نورو موادو واردول په مطلق ډول بند دي. د دې پریکړې له مخې له دې وروسته که هر چا بي کیفیته یاد مواد هیواد ته وارد کړل قانوني چلند به ورسره وشي.
همداشان د کابینې ناستې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې چې په بندرونو کې د تیلو ولاړو ټانکرونو د ستونزې حل او د بي کیفیته موادو واردولو د ښې څیړنې په موخه سوداګریزو بندرنو ته سفر وکړي.