Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال او د حمایت او پراختیا ریاست لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شول | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال او د حمایت او پراختیا ریاست لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شول

معرفی رئیسان.jpg

13 جدی 1400

د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال او د حمایت او پراختیا ریاست لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شول
د مرغومي ۱۳مه ۱۴۰۰ ه.ل/د جمادي الاول ۲۹ مه ۱۴۴۳ه.ق
د مالیې وزارت مقام د حکم له مخې ښاغلی خانزاده عبدالله د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي او حمایوي مرستیال، ښاغلی محمد موسی عمر د حمایت او پراختیا ریاست د سرپرست  او ښاغلی رحیم الله حذیفه د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ آمر په توګه تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر اخوند له لوري  اړوندو کارکونکو ته ور وپیژندل شول. 
په دې پیژندغونډه کې د مالیې وزارت مقام دفتر لوی رئیس ښاغلي انجینر سلطان زبیر، د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج، د ګمرکونو او عوایدو په چارو کې د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي اسدالله ساجد (خبیب)، د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند، یو شمېر رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون کړی و.
د ګمرکونو او عوایدو معین نویو ګمارل شویو مسؤلینو ته د مبارکۍ تر څنګ دوی ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او دوی ته یي سپارښتنه وکړه چې اړوندې چارې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره تر سره کړي.