د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو

2.jpg

21 قوس 1400

د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو
د لیندۍ ۲۱مه ۱۴۰۰ ه.ل/د جمادي الاول ۷ مه ۱۴۴۳ه.ق
د مالیې وزارت مقام د حکم له مخې ښاغلی انجینر عبدالرحمن وقاد د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست د سرپرست او ښاغلی سمیع الله صهیب د پروژو د همغږۍ او ګمرکي اصلاحاتو د امر په توګه د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مولوي رحمت الحق فُضیل له لوري اړوندو کارکونکو ته ور وپیژندل شول. 
په دې پیژندغونډه کې د ګمرکونو او عوایدو په چارو کې د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي اسدالله ساجد (خبیب) او یو شمېر کارکونکو ګډون کړی و.
د ګمرکونو لوی رئیس نوي ګمارل شوي رئیس او امر ته د مبارکۍ تر څنګ دوی ته په ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او له ټولو کارکونکو څخه یې هیله وکړه چې له دوی سره په ورسپارل شویو چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوي سرپرست رئیس او امر په خپلو خبرو کې د مالیې وزارت مقام له باور څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې چارې به په پوره صداقت او ایماندارۍ سره پر مخ وړي.