پنځلسمه برخه: معمولي فلزات او د معمولي فلزاتو مصنوعات

sharma-saria-500x500.jpg

د دې برخې یاددښت
1. اوسپنه او پولاد.
2. له اوسپنې او پولادو څخه جوړ شوي شیان.
3. مس او له مسو څخه جوړ شوي شیان.
4. نکل او له نکل څخه جوړ شوي شیان.
5. المونیم او المونیم څخه جوړ شوي شیان.
6. (په راتلونکي کې د همغږۍ سیستم (HS) له احتمالي ګټې اخیستنې لپاره له ریزرف په ډول محفوظ دی).
7. سرب او دې څخه جوړ شوي شیان.
8. جست او جستي محصولات.
9. ټیم (قلعي) او له دې څخه جوړ شوي شیان.
10. نور معمولي فلزات؛ له کاشي او فلز (cermets) څخه ګډ شیان؛ له دې موادو څخه جوړ شوي شیان.
11. د کار وسایل او اسباب، د چاقو جوړونې صنایع محصولات، کاچوغې او پنجې، له معمولي فلزاتو جوړ شوي، له معمولي فلزاتو څخه د دې محصولاتو نورې برخې.
12. د معموملي فلزاتو بېلابیل شیان.
په ۱۵ مه برخه کې ۱۲ څپرکي دي چې د فیصدي کټګورۍ یې په لاندې ډول ده.
۷۲م څپرکی اوسپنه او پولاد له ۵ سلنې کټګورۍ څخه تر ۳۰ سلنې پورې.
۷۳م څپرکی له اوسپنې او پولادو څخه جوړ شوي شیان له ۲.۵ سلنې کټګورۍ څخه تر ۳۰ سلنې پورې.
۷۴م څپرکی مس له ۱ سلنې کټګورۍ څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۷۵م څپرکی نکل له ۵ سلنې کټګورۍ څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۷۶م څپرکی المونیم له ۱ سلنې کټګورۍ څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۷۷م څپرکی (په راتلونکي کې د همغږۍ سیستم (HS) له احتمالي ګټې اخیستنې لپاره له ریزرف په ډول محفوظ دی).
۷۸م څپرکی سرب د ۵ سلنې په کټګورۍ کې شامل دی.
۷۹م څپرکی جست له ۵ سلنې کټګورۍ څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۸۰م څپرکی ټیم ( قلعي) له ۵ سلنې کټګورۍ څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۸۱م څپرکی نور فلزات له ۵ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۸۲م څپرکی له معمولي فلزاتو نورې برخې له ۵ سلنې کټګورۍ څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۸۳م څپرکی له معمولي فلزاتو څخه بېلابیل شیان له ۲.۵ سلنې کټګوري څخه تر ۱۰ پورې شامل دي.


اطلاعات بیشتر و مشاهده تعرفه ها