یوولسمه برخه: منسوجات(اوبدل شوي شیان) او له منسوجاتو څخه جوړ شوي شیان د دې برخې یادښت

منسوجات.jpg

   


1. وریښم
2. وړۍ، نرم موم (کرک)، نخ او د اس یال او لکۍ له ویښتو څخه اوبدل شوې ټوکران.
3. مالوچ
4. نور د نساجي اوبدل شوي ټوکران؛ کاغذي نخ او له کاغذي نخ څخه اوبدل شوې ټوکران.
5. مصنوعي رشتې (Man-made)، فیته (Strip) او نور ورته مصنوعي نساجي مواد.
6. مصنوعي الیاف (اوبدل شوي) له یو سره څخه پرته (Man-made staple)
7. لایي، لیمسي، نا اوبدل شوي؛ ځانګړی نخ، پړي، طناب، پړی او کیبل او له دوی څخه جوړ شوي مصنوعات.
8. قالینې او له نساجۍ څخه نور جوړ شوي فرشونه.
9. ځانګړي رختونه، غوټه غوټه اوبدل شوي (tufted) نساجي رختونه؛ تسمه او بند (lace)؛ د دیوالونو لپاره تزئیني (tapestries) مصنوعات؛ د حاشیه کاري (trimmings) لپاره مصنوعات؛ ګلدوزۍ (embriodery).
10. اوبدل شوي کشي ټوکران (کشبافت)
11. کالي او اوبدل شوي کشي کالي.
12. کالي او کالیو ته ورته نور شیان، د اوبدل شویو پرته.
13. نور ګنډل شوي او چمتو شوي نساجي شیان؛ د کالیو بسته؛ مستعمل نساجي کالي او شیان؛ د نساجي ضایعات.


۱۱مه برخه ۱۴ څپرکي لري چې په لاندې ډول د فیصدۍ کټکورۍ یې ویشل شوي دي:
۵۰م څپرکی وریښم له ۲.۵ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې کټګورۍ پورې.
۵۱م څپرکی وړۍ له ۰ سلنې څخه تر ۵ سلنې پورې.
۵۲م څپرکی مالوچ له ۲.۵ سلنې څخه تر ۵ سلنې کټګورۍ پورې.
۵۳م څپرکی نور نساجي الیافي(هغه تار چې له ګیاه څخه تر لاسه کیږي) د ۲.۵ سلنې په کټګورۍ کې شاملیږي.
۵۴م څپرکی سنتتیک رشتې چې د ۲.۵ سلنې په کټګورۍ کې شاملیږي.
۵۵م څپرکی سنتتیک الیاف چې د ۲.۵ سلنې په کټګورۍ کې شامل ده.
۵۶م څپرکی لایي، لیمسي، طناب، پړي او کیبل له ۵ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۵۷م څپرکی قالینې چې د ۲۵ سلنې په کټګورۍ کې شامل دی.
۵۸م څپرکی رخت او تار چې د ۲.۵ سلنې او ۱۰ سلنې په کټګورۍ کې شامل دی.
۵۹م څپرکی نسجي ټوکران د ۵ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې پورې.
۶۰م څپرکی اوبدل شوي کشي ټوکران چې د ۵ سلنې په کټګورۍ کې شامل دی.
۶۱م څپرکی کالي د ۱۰ سلنې په کټګورۍ کې شامل ده.
۶۲م څپرکی کالي او د کالیو متفرعات په ۱۰ سلنې کټګورۍ کې شامل ده.
۶۳م څپرکی نور نساجي شیان د ۲.۵ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې پورې.


اطلاعات بیشتر و مشاهده تعرفه ها