د تیر(TIR) او خارجي ترانزیټ په اړه ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو

1 (Copy).jpg

10 قوس 1400

د تیر(TIR) او خارجي ترانزیټ په اړه ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو
د لیندۍ ۱۰مه ۱۴۰۰ه.ل/د ربیع الثاني ۲۵مه ۱۴۴۳ه.ق
د ګمرکونو لوی ریاست د سیستمونو ریاست د ترانزیت امریت له لوري د ولایتي ګمرکونو د ترانزیټ برخې کارکوونکو ته د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کې ۱۲ ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ چې د سوداګرۍ خونې په همکارۍ جوړ شوی، ګډونوالو ته به د نړیوال ترانزیټ، کارنټ تیر، په نړیوال سړک د سوداګرۍ ټولنې (IRU) د تګلارو او کړنو او نورو اړوندو برخو کې روزنه ورکړل شي، څو د افغانستان له لارې د نړیوال ترانزیټ په برخه کې عملي تجربه ترلاسه کړي.