څلورمه برخه : خوراکي محصولات؛ مشروبات، الکولي مشروبات او سرکه؛ تنباکو او تنباکو ته ورته تولیدات
څلورمه برخه : خوراکي محصولات؛ مشروبات، الکولي مشروبات او سرکه؛ تنباکو او تنباکو ته ورته تولیدات
د برخې یاددښت
۱. د کبانو یا قشر لرونکو او نورو بحري غیر فقاریه حیواناتو د غوښې محصولات.
۲. بوره او شیرني باب
۳. ککو او ککو لرونکي محصولات
۴. حبوبات، اوړه، نشایسته، شودې؛ ډوډۍ، کیک او د کلچو محصولات
۵. د سبزیو، میو، زړیو او د نورو نباتاتو محصولات
۶. بېلابیل خوراکي محصولات
۷. نوشابه، شراب او سرکه
۸. د خوراکي صنایع د جوړولو ضایعات یا پاتې شونې؛ د حیواناتو لپاره چمتو شوي خواړه.
۹. تنباکو او تنباکو ته ورته تولیدات.
د تعرفې څلورمه برخه ۹ څپرکي لري چې په لاندې ډول ویشل شوي دي.
- ۱۶م څپرکی کب او د نورو دریایی حیواناتو د غوښې محصولات چې له ۱۰ سلنې څخه پیل تر ۱۶ سلنې پورې او ممنوعه هم په کې شامل دي.
- ۱۷ م څپرکی بوره او شیرینې باب چې د ۲.۵ سلنې څخه تر ۲۰ سلنې پورې ویشل شوي دي.
- ۱۸ م څپرکی ککو او ککو لرونکي محصولات له ۲.۵ سلنې څخه تر ۱۰ سلنې پورې ده.
- ۱۹ م څپرکی د حبوباتو او اوړو محصولات له ۵ سلنې څخه تر ۲۰ سلنې پورې ده.
- ۲۰ م څپرکی د سبزیو، میو، زړي یا نور نباتي اجزا له ۱۰ سلنې څخه تر ۶۰ سلنې پورې ده.
- ۲۱ م څپرکی بېلابیل خوراکي محصولات لکه ایسکریم، ترشي، د خمیر مایې شیره له ۱۰ سلنې څخه تر ۳۰ سلنې پورې ده.
- ۲۲ م څپرکی نوشابې، شراب او سرکه له ۲.۵ سلنې څخه تر ۶۰ سلنې پورې او شرابو ممنوعه کودونه په کې شامل دي.
- ۲۳ م څپرکی د خوراکي توکو د جوړونې ضایعات او تفاله له ۵ سلنې کتګورۍ څخه تر ۱۶ سلنې پورې.
- ۲۴ م څپرکی تنباکو او سګرټ دي چې د ۵ سلنې کتګورۍ څخه تر ۲۰ سلنې پورې ده.
نور اطلاعات او د تعرفو لیدنه