دوهمه برخه: نباتي محصولات
د ګمرکي تعرفې دویمه برخه کې ۹ څپرکي شامل دي چې په لاندې ډول ویشل شوي دي:
۱: شنه نیالګي او نور بوټي، غوټې (پیاز)، ریښې او داسې نور، غوڅ شوي ګلان او د دوی سینګاري بستې.
۲: د خوړو وړ سبزي، د ځمکې لاندې مشخصې ریښې او غوټي .
۳. خوراکي میوې او زړي، د ستروسو میوې او خربوزو پوستکي.
۴. قهوه، چای، ماتې (mate) او مصالې
۵. حبوبات
۶. د اوړو کولو صنعت محصولات؛ دانه، نشایسته؛ انولین، د غنمو ګلوتین.
۷. غوړ لورنکې دانې او میوې؛ د کرنې دانې او میوې بېلابیلې میوې؛ صنعتي یا طبي نباتات؛ خس او بوس.
۸. لاکونه؛ کنډونه او نور نباتي شیرې.
۹. د اوبدلو وړ نباتي مواد؛ نور نباتي محصولات چې په بل ځای کې نوي ذکر شوي.
شپږم څپرکی د شنو نیالګیو او نورو نباتاتو ګمرکي تعرفه ده چې دوه برخې په کې شاملې دي ۲.۵ سلنه او ۱۶ سلنه.
- د ګمرکي تعرفې اووم څپرکی د خوړو وړ سبزي، د ځمکې لاندې مشخصې ریښې او غوټي دي چې د ۵ سلنې کټګورۍ څخه تر ۶۰ سلنې پورې.
- د ګمرکي تعرفې اتم څپرکی د خوړو وړ میوې او زړي له ۱۰ سلنې کټګورۍ څخه پیل تر ۶۰ سلنې پورې ده.
- نهم څپرکی قهوه، چای او مصالې دي چې د ۲.۵ سلنې کټګورۍ څخه تر ۱۶ سلنې پورې ده.
- د ګمرکي تعرفې لسم څپرکی حبوبات (غله جات) په دوه کټګوریو کې ۲.۵ سلنې نه تر ۵ سلنې پورې.
- د ګمرکي تعرفې یوولسم څپرکي کې د اوړو کولو صنعت محصولات دي چې په دوه کټګوریو کې ۲.۵ سلنه او ۵ سلنه.
- د ګمرکي تعرفې دولسم څپرکي کې غوړ لرونکي دانې، میوې دي چې له ۱ سلنې کټګورۍ څخه تر ۵ سلنې پورې دي.
- د ګمرکي تعرفې په دیارلسم څپرکي کې لاکونه، کنډونه او د نباتي شیرې نورې برخې شاملې دي د ۵ سلنې کټګورۍ او د کوکنارو په یو ممنوعه برخه کې ویشل شوي دي.
- د ګمرکي تعرفې څوارلسم څپرکی هغه نباتي محصولات دي چې په بل ځای کې نوي ذکر شوي او د ۵ سلنې کټګورۍ کې شامل دي.
نور اطلاعات او د تعرفو لیدنه