اوله برخه: ژوندي څاروي، د څارویو محصولات

حيوانات.jpeg

د ګمرکي تعرفې په لومړۍ برخه کې ۵ څپرکي شامل دي چې په لاندې ډول ویشل شوي دي:


۱: په لومړي څپرکي کې ژونديو څارویو ته ځای ورکړل شوی چې کټګورۍ یې د ۲.۵ سلنې څخه پیل تر ۲۰ سلنې پوري ده.


۲: په دوېیم څپرکي کې غوښه او د غوښې خوراکي شیان دي چې د ۰ سلنې کټګورۍ څخه تر ۲۰ سلنې پورې ده او د خوک غوښې په اړه څو ډوله ممنوعه کودونه هم په کې شامل دي.


۳: درېیم څپرکی د ګمرکونو نړیوال سازمان کبان (ماهیان) په برخو ویشلي دي چې دوه کټګورۍ دي چې ۲.۵ سلنه او ۵ سلنه په کې شامل دي.


۴: څلورم څپرکی په دې څپرکي کې لبنیات لکه هګۍ، طبیعي شات، هغه حیواني محصولات چې د غذایې موادو په توګه ترې ګټه اخیستل کیږي او په بل ځای کې نه وي ذکر شوي او بلې تعرفې تر عنوان لاندې نه وي . چې له ۵ سلنې څخه تر ۲۰ سلنې پورې شامل دي.


۵: پنځم څپرکی په دې څپرکي کې د هغو محصولاتو تعرفه شامله ده چې په بل ځای کې نه وي ذکر شوي او د تعرفې لومړۍ برخې پورې مشخص شوې وي د ۲.۵ سلنې څخه پیل تر ۱۶ سلنې پورې دي او یو ممنوعه کود د خوک او خرس ویښتان په دې کې شامل دي.


نور اطلاعات او د تعرفو لیدنه