د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۹ اعلان شویو بستونو له جملې څخه د ۴ بستونو تحریري ازموینه واخیستل شوه

خبرتيا.jpeg

17 اسد 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو ریاست چې پخوا یې ۱۹ بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي و، له دې جملې څخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لوري د دې ریاست د ۴ بستونو (د کابل ګمرک د صادراتو او وارداتو امریت، د خوست ببرک تاڼې ګمرکي پوستې مدیریت، د سپین بولدک لوی مدیریت او د نایب اباد لوی مدیریت) تحریري ازموینه په الکترونیکي ډول واخیستل شوه.
یادو څلورو بستونو لپاره ۵۰ تنه په شرایطو برابر پیژندل شوي و چې په تحریري ازموینه کې له ګډون وروسته هغو کسانو چې معیاري نمرې تر لاسه کړې وې د مصاحبې پړاو ته لار پیدا کړه.
د یادونې وړ ده چې د پاتې نورو بستونو ازموینه به هم ډیر ژر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لوري واخیستل شي.