Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د فراه ولایت محصولي ګمرک فعالولو په موخه یاد ولایت ته د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي پلاوي سفر | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د فراه ولایت محصولي ګمرک فعالولو په موخه یاد ولایت ته د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي پلاوي سفر

QQQ.jpg

9 اسد 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د دې ریاست د عملیاتي مرستیال ښاغلی عمر مومند په مشرۍ د فراه ولایت محصولي ګمرک د فعالولو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي تېره ورځ د فراه ولایت مقام سره د لیدنې تر څنګ د دې ولایت له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل او د محصولي ګمرک د فعالولو په اړه یې له دوی سره بحث او خبرې وکړې. همداشان د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د فراه ولایت مقام او ملي سوداګرو په مشوره د محصولي ګمرک لپاره مناسب ځای هم انتخاب کړ.