د مالیې وزارت او د ولسمشرۍ عالي مقام ګډ پلاوي د کابل او حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر د ګمرکونو د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

zzz.jpg

7 اسد 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنې احمدي او د کورنیو تولیداتو او صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي جلال الدین سعید په ملتیا د کابل او حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر د ګمرکونو د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکزونو (One Stop Shop) څخه د زمري میاشتې په ۷ مه نېټه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي اړوندو چارواکو ته په دې برخه کې د شته ستونزو د حل او د هیواد صادراتي محصولاتو ته د لا اسانتیا برابرولو په موخه لازم هدایات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې په یادو مرکزونو کې ټول سوداګریز توکې چې له هیواد څخه بهر صادرېږي او همدا راز ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د صادراتي توکو پړاوونه تر یوه چتر لاندې ترسره کېږي.