د ګمرکونو لوی ریاست د مالي ریفورم پلان (FPIP) په اړه بحث

FPIP MEETING.jpg

27 سرطان 1400
د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال د مالي ریفورم پلان (FPIP) د بیا کتنې په اړه ناسته نن د چنګاښ میاشتې په ۲۷مه نېټه د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال، د دې ریاست یو شمېر رئیسانو او امرینو ګډون کړې و، د روان مالي د مالي ریفورم پلان د فعالیتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړه یې لازمې پریکړې وشوې.
د ګمرکونو عمومي رئیسې ټولو اړوندو برخو ته هدایت ورکړ چې خپل اړوند فعالیتونه چې په پلان کې شامل دي تر سره کړي او اړوندې برخې ته یې اوونیز راپور واستوي.