د مسافر وړونکو وسایطو له لارې د سوداګریزو توکو له لیږد څخه د مخنیوي په اړه د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

اطلاعيه.jpg

ټولو سوداګریزو او ترانسپورتي شرکتونو ته خبر ورکول کیږي چې د هیواد نافذه قوانینو د پلي کیدو په موخه د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې د بار وړونکو ځانګړو وسایطو څخه ګټه واخلي او له لیږد نه یې د مسافر وړونکو وسایطو څخه ډډه وکړي.
د واټ ترانسپورت د تنظیم قانون د لسمې مادې له مخې ترانسپورتي شرکتونه مکلف دي، مسافر د اړوندو مسافر وړونکو اختصاصي لېږدوونکو وسایطو په واسطه او مالونه د باروړونکو اختصاصي لېږدوونکو وسایطو په واسطه انتقال کړي.
د هیواد نافذه قوانینو د ښه پلي کیدو او د دولت عوایدو له تیښتې څخه د مخنیوي په موخه له ټولو سوداګریزو او ترانسپورتي شرکتونو څخه غوښتنه کیږي چې پورتني ټکي په پام ونیسي د سرغړونې په صورت کې به له دوی سره قانوني چلند وشي.