Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
کندهار ولایت کې په لومړي ځل د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز (On Stop Shop) پرانیستل شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

کندهار ولایت کې په لومړي ځل د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز (On Stop Shop) پرانیستل شو

سفر معین به قندهار.jpg

11 جوزا 1400
کندهار ولایت کې په لومړي ځل د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز (On Stop Shop) پرانیستل شو او د دې مرکز د پرانیستنې په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني، د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.
د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز په پرانیستلو سره به ټول سوداګریز توکې چې له هیواد څخه بهر صادرېږي او همدا راز به د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د توکو پړاوونه ترسره کول تر یوه چتر لاندي ترسره کېږي. د دې ترڅنګ به له دې مرکز څخه د ګټې اخیستنې په صورت کې سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې برابري، د توکو پړاوونه ترسره کول به اسانه او د بروکراسۍ کچه به تر ډېره بریده راښکته کړي.
د یادونې وړده، چې د افغانستان حکومت په پام کې لري، څو د صادروونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو سیستم (On Stop Shop) د هیواد په سترو زونونو کې جوړ کړي، چې پرانیسته یې د کندهار له ولایت څخه پیل شوه.