د ګمرکونو عمومي رئیسه: په ګمرکونو کې د قیمت ګذارۍ په برخه کې هر اړخیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده

عکس خبر سوم.jpg

14 حمل 1400


په ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د قیمت ګذارۍ په برخه کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پلي کیدو په موخه ناسته نن د وري میاشتې په ۹ مه نېټه د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عمر مومند، د قیمت ګذارۍ ریاست سرپرست او د دې ریاست کارکونکو ګډون کړې و، د ګمرکونو عمومي رئیسې وویل چې له فساد سره د مبارزې لپاره په ګمرکونو کې د قیمت ګذارۍ په برخه کې هر اړخیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده او توکي باید له اقتصادي تحلیل وروسته قیمت ګذاري شي.
نوموړې زیاته کړه چې د قیمت ګذارۍ په انلاین سیستم هم کار روان دی او ډیر ژر به پرانیستل شي. اغلی احمدي د قیمت ګذارۍ ریاست ته هدایت ورکړ چې په دې برخه کې اصلاحات له هغو توکو پیل کړي کوم چې په بازار کې زیات پیر او پلور ولري.
همداشان پریکړه وشوه چې د سوداګرۍ خونو او اړوندو دولتي ادارو سره دې هم په دې اړه مشورتي ناستې وشي.