په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو شرکتونو استازو ته د الکترونیکي ګمرکي اظهار لیکونو د ډکولو په اړه د لس ورځني ورکشاپ پای

اسیکودا تريننک.jpg

19 ثور 1400
د ننګرهار او بلخ ګمرک مسؤلینو د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو استازو ته چې د اسیکوډا له سیستم څخه د یوزرونو تر لاسه کولو لپاره یې مراجعه کړې وه، د ګمرکي اظهار لیکونو د ډکولو په اړه لس ورځنۍ ورکشاپ ورکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پریکړې له مخې ټول سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي چې د یوزر جوړولو پروسه عملا د هیواد په ټولو ګمرکونو کې روانه ده.
——-
اړوند معلومات
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.