د هیواد د پنځو ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بند شول

custom.jpg

16 ثور 1400

د کمیشنکارانو لغو کیدو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې پریکړې له مخې، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست نن د غویي/ ثور میاشتې په ۱۶ نېټه د هیواد د پنځو ګمرکونو (د حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر، خوست، پکتیا، اقینې او کندز) د کمیشنکارانو یوزرونه بند کړل.
د کابینې د پریکړې له مخې سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې تر اوسه یې د یوزر اخیستلو لپاره مراجعه نه ده کړې، غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورم ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال د غویې میاشتې په ۱۶ مه نېټه هم د یوولسو ګمرکونو (پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شیرخان بندر، د کندهار، بلخ و هرات هوایې ډګرونو) د کمیشنکارانو یوزرونه بند شوي و.