د معافیت مادیول الکترونیکي سیستم او د ګمرکي معافیت د طی مراحلو نوې پروسې پرانېسته

مادیول معافيت.jpg

15 ثور 1400

د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنې احمدي د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې د معافیت مادیول الکترونیکي سیستم او د ګمرکی معافیت د طی مراحلو نوې پروسې پرانېسته وکړه.
په دې غونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال، د یاد ریاست یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو او د اقتصاد او بهرنیو چارو وزارتونو استازو ګډون کړی و.
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې د دې سیستم پرانېسته یې د ګمرکونو د عصري کولو په برخه کې مهم یاد کړ او ویې ویل چې د پروسو الکترونیکي کول یوه جدي اړتیا ده چې له دې لارې د روڼتیا د تامینولو تر څنګ مراجعینو او سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کوي.
اغلی احمدي له ټولو هغو  همکارانو نه مننه وکړه چې په دې برخه کې یې کار کړی نوموړې زیاته کړه چې له اداري فساد سره د مبارزې او د روڼتیا د تامینولو په موخه موږ هڅه کو چې ټولې ګمرکي پورسې الکترونیکي کړو.
د دې سیستم له پرانېستلو سره له بروکراسۍ او د وخت له ضایع کیدو څخه د مخنیوي تر څنګ د فعالیت اوسنی فورم او اړوند جدولونه چې ۱۱ ورقې دي له پروسې حذف او پر ځای یې سیستمي فورمه جوړه شوی. همداشان یاد سیستم له ټولو ولایتي ګمرکونو او اړوندو ادارو سره وصل دی او ادارې کولی شي چې د سیستم له لارې خپل اسناد تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې وروسته د معافیت ټول مستحق نهادونه خپلې غوښتنې په انلاین ډول د اقتصاد او بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کوي او له همدې لارې یې د ګمرکونو ادارې رالیږي همداشان نورې دولتي ادارې په مستقیم ډول د دې سیستم له لارې د خپلو معافیتونو وړاندیز د ګمرکونو له ادارې سره شریک کولی شي.