ترانزیټ

ټرانزیټ څه شی دی؟
ټرانزیټ یوه ګمرکي رویه ده، چې د هغه پر بنسټ نا محصول توکي له قطعي ترخیص پرته د ګمرکي مامورینو تر څارنې لاندي له یوه ګمرک څخه بل ګمرک ته لېږدول کېږي.
د ټرانزیټ ډولونه:د ګمرکونو د قانون له مخې ټرانزیټ په دوه ډوله دی، کورنی ټرانزیټ او بهرنی ټرانزیټ
کورنی ټرانزیټ: ګمرکي رویه ده، چې تر ګمرکي څارنې لاندي توکي له سرحدي ګمرک څخه تر محصولي ګمرک پوري لېږدوي.
 بهرنی ټرانزیټ: ګمرکي رویه ده، چې پر بنسټ یې تر ګمرکي څار لاندې توکي له ګمرکي قلمرو څخه د تېرېدو په موخه له یوې مجاز سرحدي نقطې وارد او له بل مبدا تعیین شوي مجاز سرحدي ګمرک څخه خارجېږي.



د ټرانزیټ په اړه لنډ معلومات
افغانستان په سیمه کې د ځانګړي جغرافیایي موقعیت له کبله  د سیمې د هیوادونو په ځانګړي توګه د مرکزي او سویلي اسیا هیوادونو د اتصالي دهیلز حیثیت غوره کړی، چې د لازمو زېربناوو او زمینې په  برابرولو او سالم مدیریت سره کولی شي په سیمه کې د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو روابطو په تعیینولو د سوداګرۍ او ټرانزیټ د دهلیز په توګه رول ولوبوي. خو په هیواد کې د اقتصادي او سیاسي عمومي وضعیت په پام کې نیولو سره ډېرې ستونزې او خنډونه لاهم پراته دي.
په تېره لسیزه کې له نړۍ او زموږ ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې پراخې شوې دي، ځکه چې افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی، نو د وارداتو ، صادراتو او ټرانزیټ ملکیت په لیږد کې د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ په اسانولو کې د ګاونډیو هیوادونو رول خورا مهم او حیاتي دی. په عمومي توګه افغانستان د سوداګریزې او ټرانزیټي پالیسۍ د طرحې په پلي کولو کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ دی، په وچه پوري د افغانستان تړل کېدا او له ګاونډیو هیوادونو سره سیاسي ناندرۍ ګاونډیو هیوادونو ته د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو د درېدو سبب ګرځېدلی او دغه موضوع د هیواد د سوداګرو د ناهیلۍ او زړه تورۍ سبب هم ګرځېدلې ده.
افغانستان د خپلو ډېرو ګاونډیو او نورو سوداګریزو شریکانو سره د ټرانزیټ او نړیوال حمل او نقل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، ترڅو سیمې وصل کړي او افغانستان د سیمه ایز ټرانزیټ مرکز وګرځوي. په دې هوکړه لیک کې د هیواد له کورني قانون او نړیوالو منل شويو معیارونه سره سم د یوه او بل په قلمرو کې د لېږد رالېږد حق لري.


په افغانستان کې د تیر سیستم په اړه معلومات 
د TIR کنوانسیون په نړۍ کې د ټرانسپورټ یو بریالی کنوانسیون او موجود ګمرکي ټرانزیټي سیستم دی.
 دې کنوانسیون د ډېری اروپایی هیوادونو، منځني ختیځ ، منځنۍ آسیا او امریکا لپاره د ټرانزیټ رژیم او سیمه ایز لیږد لپاره اساس ایښی دی. افغانستان په لومړي ځل په ۱۹۷۶ کې د دې کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ، خو کورنۍ جګړې د دې سبب شوې چې له دې سیستم څخه هیڅ راز ګټه وانه خیستل شي او په افغانستان کې د حمل او نقل نړیوالو لارو سازمان (IRU) له لوري د تیر سیستم فعالیتونه په ټپه ودرېدل او په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان دولت هم له اقتصادي لیده او هم د ټرانزیټي ستونزو له لیده په دې لټه کې شو چې د تیر دغه سیستم بیا فعاله کړي. له همدې کبله د لارو ټرانسپورټ نړیوال سازمان او ایکو له سازمان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د تیر سیستم بیا فعالولو موضوع له سره و ارزوي، له نېکه مرغه د ۲۰۱۰ کال می میاشتې کې په کابل کې دوه ورځنی کنفرانس جوړ شو او د IRU سازمان هوکړه وکړه، چې د تیر سیستم دي بیا ځلې په افغانستان کې فعاله شي. همدا وو چې د افغان پلاوي او IRU سازمان د مسؤلینو ترمنځ پرلپسې خبرې وشوې او د ۲۰۱۳ کال سپټمبر په ۱۴ مه نېټه افغانستان په رسمي توګه IRU  له لوري د TIR کنوانسیون غړي په توګه اعلان شو.
د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د ۱۳۹۰/۴/۲۰ مې نېټې د ۲۹۶۷ ګڼې حکم پر بنسټ د TIR  له سیستم څخه په ګټه اخیستنه د نړیوال حمل او نقل پوري اړوندو چارو د تنظیم په موخه د ټرانسپورټ وزیر تر مشرۍ لاندي د سوداګرۍ خونې رئیس، د مالیې، کورنیو چارو، بهرنیو چارو، سوداګرۍ او ټرانسپورټ وزارتونو له معینانو او صنایع او سوداګرۍ خونې  له ریاست څخه ګډه کمېټه وګمارل شوه، او د دې کمېټې کړنې په یوه جلا مقرره کې تنظیم شوي دي او یادې ادارې د دې مقررې په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.



د TIR سیستم موخې او ګټې:
۱. د نړیوالې سوداګرۍ ټرانسپورټ لپاره غوره امکانات
۲. د سړکونو لګښتونه کمول او د نړیوال ټرانزیټ سیسټم په عملیاتو کې خنډونه کمول
۳. د تیر سیستم په کنټرول او څارنه کې د یو شان او سټنډرډ شویو تګلارو مطابق د محمولو د لېږد امکانات.
۴. د نړیوالو لارو سوداګرۍ د حمل او نقل وده او لوړاوی
۵. په ورودي پولو کې د ګمرکي تضمین وړاندي کولو ته نه اړتیا


په TIR پورې د اړوندو فعالیتونو په غوره توګه پلي کولو په موخه د ګمرکونو عمومي ریاست فعالیتونه:
۱. د مالیې وزارت د ګمرکونو په تشکیل کې د TIR سیسټم مدیریت رامینځته کول
۲- په پنځلس محصولي او سرحدی ګمرکونو کې د TIR اسیکوډا سیستم مادیول پلي کول او د IRU سازمان ته یې ور معرفي کول.
۳. د هغو ټرانزیټي توکو د چارو د تنظیم لپاره د جلا طرزالعمل وضع کول چې د TIR له کارنټ څخه په ګټه اخیستنه فعالیت ترسره کوي.
۴. د ولایتي ګمرکونو په تشکیل کې د TIR مامورینو توظیف او تعیینول، چې د TIR له سیستم څخه ګټه اخلي.
۵. د ولایتي ګمرکونو د TIR برخې د مامورینو وړتیا لوړول.
۶. د TIR په سیستم کې له نړیوال سټنډرډ سره برابر د سیم او سرغچ معیاري کول او چمتو کول.
۷. د TIR ( (Certificate Approval سیستم کې شامل د لارو نقلیه وسیلې تصدیق نامې صادرول.