Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
*د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې* | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

*د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د لوړ تناژ تلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې*

WhatsApp Image 2026-08-17 at 7.23.06 PM.jpeg

26 اسد 1405

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي طی مراحلو د چټکتیا په موخه د کندهار او فراه په ګمرکونو کې د (۲۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړ تناژ درې تلې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
له دغو تلو څخه یوه یې د کندهار په محصولي ګمرک او دوې نورې یې د فراه په ګمرک کې نصب شوې دي.
د هرې تلې په څلورو خواوو کې د لا ښه نظارت او کنټرول په موخه پنځه امنیتي کېمرې هم لګول شوې دي، چې د وزن د معلومولو په پارچه کې د موټر د انځور چاپولو وړتیا لري. هره تله د(۱۲۰) ټنه وزن معلومولو ظرفیت لري، چې (۲۲) متره اوږدوالی او (۳) متره پلنوالی لري. همدارنګه د تلو د لا ښې ساتنې په موخه د هرې تلې لپاره سایوانونه هم جوړ شوي دي.
د دغو تلو په فعالېدو سره به د سوداګریزو محمولو د دقیق وزن معلومولو ترڅنګ د اضافه وزن او د ګمرکي عوایدو د ضایع کېدو مخنیوی وشي او د سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو په بهیر کې به لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي میزاني (بودیجې) څخه ورکړل شوی او د تلو د نصب او فعالولو چارې د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره شوې دي.