Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

په یو شمېر ګمرکونو کې د (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې

۱.jpeg

25 اسد 1405

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هېواد په څلورو ګمرکونو کندوز، بلخ نائب‌آباد او کابل ګمرک کې د شاوخوا (۳۷،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د امنیتي کېمرو د نصبولو چارې پیل شوې.
په دې پروژه کې به په یادو ګمرکونو کې د بېلابېلو ډولونو(۳۷۰) امنیتي کېمرې نصب او فعالې شي، چې په فعالېدو سره به یې د ګمرکونو د امنیت لا ټینګښت ترڅنګ، د ګمرکي سرغړونو او احتمالي پېښو د مخنیوي، څارنې او کنټرول په برخو کې هم د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیايي میزاني (بودیجې) څخه ورکول کېږي او د پروژې د پلي کولو چارې د یوه افغان شرکت له لوري ترسره کېږي.