د مالیې وزیر د ازبکستان د سټنډرډ ادارې له رئیس سره ولیدل

WhatsApp Image 2026-07-27 at 3.09.33 PM.jpeg

5 اسد 1405

د ماليې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د ازبکستان هېواد د سټنډرډ ادارې له رئیس جمعه نظروف اکمل سره د دغه وزارت په مقام کې ولیدل.
دواړو لوریو د دوه اړخیزه اقتصادي کمېسیونونو پر بیا فعالولو، په حیرتان بندر کې د مجهز نفتي لابراتوار پر جوړولو، په صادراتي او وارداتي توکو کي د ګمرکي  اسانتیاوو پر رامنځته کولو، پر دوه اړخیز سوداګریز حجم، د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو او فعالیت او د نفتي معیارونو پر همغږي کولو او همدارنګه د ګمرکونو د عصري کولو او عصري وسایلو د فعالولو په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي نظروف اکمل وویل، چې دوی غواړي په حیرتان بندر کې د وارداتي او صادراتي توکو لپاره یو مجهز لابراتوار جوړ کړي او په دغه برخه کې افغان کدرونه هم وروزي.
د هېواد د مالیې وزیر د ازبکستان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې موږ هر وخت له دوستو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي موضوعاتو په برخه کي د دغسي غونډو او خبرو اترو لپاره چمتو یو او غواړو، چې خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همکاریو ته لا پراختیا ورکړو.