*د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه*
4 اسد 1405
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج محمد حامد احمد په مشرۍ د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال اتمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي مرستیال، رئیسانو او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو، د مرکزي او ولایتي ادارو د شته ستونزو پر حلولو، د سوداګریزو او صنعتي شرکتونو پر غوښتنو او په ګمرکونو کې د دوی شته ستونزو ته د حل لارو چارو پر موندلو، په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لا اسانتیا پر رامنځته کولو، له اړتیا سره سم د نویو ګمرکي تقنیني سندونو پر جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناستې د اړوندو چارو د لا ښه والي په موخه اړتیا ته په کتو سره په دومداره ډول ترسره کېږي.