د افغانستان لاس بې اسناده موټرونو د ثبت او محصول پروسه تمدید شوه

معينيت تعمير.jpeg

30 سرطان 1405

د مالیې وزارت په وړاندیز، د ا.ا.ا د کابینې په تائید او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د افغانستان لاس بې اسناده (یوه کیلي) موټرونو د ثبت او محصول پروسه د روان (۱۴۰۵) هـ.ل کال تر پایه تمدید شوه او سر له اوسه د هېواد په اوو زونونو (کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز او خوست/پکتیا) کې پیلېږي.
د یوې کیلي موټرونو د ثبت او محصول په پروسه کې د خلکو اقتصادي حالات په پام کې نیول شوي او په لویه سلنه تخفیفونه ورکړل شوي دي.
له (۱۹۹۰- ۲۰۰۴) ماډل ساده موټرونو ته (۳۵ سلنه) او له (۲۰۰۵) څخه تر وروستي ماډل پوري ساده موټرونو ته (۶۰ سلنه) تخفیفونه ورکړل شوي او د ساده او زغره والو یو کیلي موټرونو لپاره تعرفه (۲۰) سلنه ټاکل شوې ده.
همداشان په دې پرېکړه کې د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې ده، چې د بې اسناده موټرونو په کنټرول کې د اسلامي امارت ټاکل شوي مقررات او احکام په پوره ډول پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال له (۱۹۹۰- ۲۰۰۴) ماډل پورې ساده موټرونو ته (۳۰ سلنه) تخفیف، له (۲۰۰۵) څخه تر وروستي ماډل پوري ساده موټرونو ته (۴۰ سلنه) تخفیف ورکول شوی وو او د ساده او زغره والو یو کیلي موټرونو لپاره تعرفه (۳۰) سلنه ټاکل شوې وه.