د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه

معينيت تعمير.jpeg

29 سرطان 1405

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د څار هئیت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د (۱۴۴۸) هـ.ق کال دوهمه ناسته د یادو ادارو د باصلاحیته استازو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وکړه.
د ناستې په پیل کې د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې د امارتي ادارو مکتوبونو او اداري سندونو لپاره د برېښنایي سیسټم په تدریجي پلي کولو، د مالیاتو راټولولو بهیر د معیاري او برېښنايي کولو په موخه د (سیکټاس) سیسټم د اړوندو ماډیولونو سره د نښلولو لپاره د جامع، معیاري او برېښنایي سیسټم په رامنځته کولو، د جوړو شویو سیسټمونو د ارزونې او تائیدۍ په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره د ناستې په جوړېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث او لازمې پرېکړې وکړې.
همداشان پرېکړه وشوه، چې د امارتي ادارو مکتوبونو او اداري سندونو لپاره د برښنایي سیسټم عملي چارې دې راتلونکې اوونۍ له مالیې وزارت څخه پیل شي.
په پای کې د اړوندو چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د ګډونوالو نظرونه، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل شول او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.