د مېوې شیرې د تعرفې په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا!
18 جوزا 1405
د مالیې وزارت په مشرۍ د (۱۴۰۴) مالي کال د تعرفې کمېټې د څلورمې ناستې له پرېکړې سره سم، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ، د مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او درې ګونو خونو په غړیتوب جوړې شوې کمېټې د مېوې شیرې د تعرفې اړوند له هر اړخیزې څېړنې او تحلیل وروسته خپل راپور د تعرفې کمېټې ته وړاندې کړ.
دغه راپور د تعرفې کمېټې د (۱۴۰۵) هـ.ل کال په دوهمه ناسته کې له هر اړخیز تحلیل او بحث وروسته تائید شو او پرېکړه وشوه، چې د مېوې شیرې (کانسټریټ) دې فابریکو ته په حمایوي تعرفې کې نه ورکول کېږي او تعرفې دې له (۶۰) سلنې څخه (۲۰) سلنې ته را ښکته شي، چې دغه پرېکړه به د روان (۱۴۰۵) کال د چنګاښ میاشتې له څلورمې نېټې وروسته پلې شي.
د یادونې وړ ده، چې یاده پرېکړه د پانګونې د جلب او د کورنیو مېوو د پروسيس او ښې بازار موندنې په موخه شوې ده.