Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکې نیول شوي دي | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکې نیول شوي دي

Untitled.jpg

15 ثور 1405

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکې نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي. په نیول شویو توکو کې (۹۳۹۹) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۷۳۲۹) کیلو ګرامه وریجې، (۶۴۹۱) کیلو ګرامه نوې البسه، (۹۸۰۱) کیلو ګرامه پرزه جات، (۹۳۴۶) کیلو ګرامه اورلګیت، (۱۰۳۲۵) کیلو ګرامه رخت، (۱۴۱۳) کیلو ګرامه پټوګان، (۱۱۷۶) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۶۸) کیلو ګرامه د وېښتانو تېل، (۱۹۲۰) کیلو ګرامه شیشه‌یي مرۍ، (۳۰۰) کیلو ګرامه صابون، (۲۹۴) کیلو ګرامه هینجه، (۴۱۵) کیلو ګرامه شیدې، (۷۰۰) کیلو ګرامه کچالو، (۳۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۱۹۵۰) کیلو ګرامه کيچپ، (۱۰۳۵) کیلو ګرامه نکریزې، (۶۰۰) کیلو ګرامه اوسپنیزې ارې، (۴۳۶) کیلو ګرامه تېزاب، (۳۸۵۰) کیلو ګرامه د سینګار توکي، (۵۳۹) کیلو ګرامه انرژي باب، (۴۷۶) کیلو ګرامه بوتلي کورت، (۱۴۲) کیلو ګرامه مبلایل، (۲۵۱) کیلو ګرامه سبزي جات، (۸۳) کیلو ګرامه کرنیز درمل، (۱۵۰) کیلو ګرامه خام مواد، (۲۸) کیلو ګرامه حیواني درمل (۳۵) کیلو ګرامه پلاسټیکې کڅوړې او (۱۵) کیلو ګرامه سرکه شامله ده. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.