د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت ناسته ترسره شوه
14 ثور 1405
د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت ۱۱مه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یادو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. د ناستې په پیل کې د اقتصادي کمېسیون د پریکړې له مخې د امارتي ادارو مکتوبونو او اداري سندونو لپاره د برېښنایي سیسټم په تدریجي پلي کولو، د اداري پروسیجرونو د لنډولو، مراجعینو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو او د تادیاتو بهیر د ساده او منظم کولو په موخه د واحد سیسټم له لارې په ګمرکي اظهارلیکونو کې د اړوندو ادارو د فیسونو پر راټولیدو، د کابل هوایي ډګر په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د ښه خوندیتوب لپاره د اړوندو ادارو د چارو په لا چټکوالي، له بودیجوي واحدونو سره د مالیې وزارت د بودیجې لوی ریاست پر شته ستونزو او حل لارو، د املاکو په پروژو کې د ستونزو په حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پریکړې ونیول شوې. د ناستې په پای کې د ګډونوالو نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه هم واورېدل شول.