د فراه ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو
18 حمل 1405
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د فراه ګمرک د بېلابېلو برخو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو. په دغه پروګرام کي ګډونوالو ته د مجربو ښوونکو له لوري د ګمرکونو قانون، د بېلابېلو بستونو د دندو لایحه، د وارداتي توکو د طی مراحلو پروسه، مالیاتي کوډونه او نور اړین موضوعات تشرېح کېږي، چې د کارکونکو کاري وړتیاوې به لوړي او په اړوند چارو کې به لا ډېر ښه والی او پرمختګ رامنځته شي د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام به (۱۵) ورځې دوام وکړي او (۳۵) تنو کارکوونکو ته به پکښې په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړل شي.