Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وشوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وشوه

معينيت تعمير.jpeg

18 حمل 1405

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د ګمرکونو معینیت د نړیوالو مالیاتو په تالار کي وشوه. د ناستې په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د ستونزو د حل په موخه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او مراجعینو ته د اړینو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ. ور پسې د اوسپنې پټلۍ د معین په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي له لوري، په بلخ کې د حیرتان او په هرات کې د روزنک او تورغونډۍ ګمرکونو کې د اوسپنې پټلۍ او د واګونونو په برخه کې د شته ستونزو د تحلیل تفصیلي راپور وړاندې شو. په دې راپور کې د وړاندې شویو حل لارو په پلي کېدو سره به په یادو ګمرکونو کې (۲۴) ساعته خدمات پیل او د سوداګرو له پاره به ګڼ سهولتونه رامنځته شي. د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوی د اقتصادي کمېسیون د حکم پر اساس جوړ شوی، چې اساسي موخي یې د اقتصادي وزارتونو او ادارو د فعالیتونو او کړنو څار او په یادو ادارو کې مراجعینو ته د اړینو اسانتیاوو رامنځته کول دي.