د نیمروز په ګمرک کې د اور لګېدنې پېښه په بشپړه توګه مهاره شوې

IMG-20250309-WA0073.jpeg.jpg

25 حمل 1405

د نیمروز په ګمرک کې، چې نن ماښام شاوخوا (٧) بجې په خوراکي موادو بار موټر کې د اور لګېدنې پېښه رامنځته شوې وه، د یاد ګمرک د زړورو مسؤلینو او د اطفائيې مدیریت په هڅو په بشپړه توګه مهار شوه.
 اوس مهال په یاد ګمرک کې هېڅ ډول ستونزه نشته او ګمرکي چارې عادي حالت ته راګرځېدلی دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پیښې د رامنځته کیدو د څرنګوالي په اړه څیړنې روانې دي.