Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
په ۱۴۰۴ کال کې د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

په ۱۴۰۴ کال کې د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی

معينيت تعمير.jpeg

26 حوت 1404

 د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وشوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ګډون کړی وو. په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس د خپلو خبرو په لړ کې د ټولو مسئولینو له هغو صادقانه کړنو څخه مننه وکړه، چې له کبله یې ورځ تر بلې د هیواد د ګمرکونو چارې د ښه کېدو پر لور روانې دي. وروسته بیا د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې ریاست له لوري په (۱۴۰۴) کال کې په ګمرکونو کې د ترسره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همداراز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې شول، چې په دې راپور کې د (۱۴۰۳) کال په پرتله په (۱۴۰۴) کال کې د ګمرکونو چارې (۱۱.۷) سلنه مثبتې وښودل شوې. همدارنګه د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.