په تېرو درېیو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي
21 حوت 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو درېیو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په نیول شویو توکو کې (۵۰۵۴۵) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۱۱۸۷۵) کیلو ګرامه وریجي، (۱۳۷۵) کیلو ګرامه نوې البسه، (۷۲۷۲) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۲۰۲) کیلو ګرامه پټوګان یا څادرونه، (۱۱۲) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۱۵۲) کیلو ګرامه پلاسټیکي کڅوړې، (۲۰۳۵) کیلو ګرامه د موټر سایکل پرزې، (۸۰۵) کیلو ګرامه رخت، (۷۴۰) کیلو ګرامه نخي تار، (۴۸۰) کیلو ګرامه خامک تار، (۳۲۹) کیلو ګرامه برېښنایي وسایل، (۵۰۰) کیلو ګرامه حیواني درمل، (۱۱۳۰) کیلو ګرامه لواشک، (۸۲۴) کیلو ګرامه د چلم مېوه او سکاره، (۶۶۵) کیلو ګرامه پاکټي کوچ، (۳۱۵۰) کیلو ګرامه مالګه، (۱۴۰۰) کیلو ګرامه دستمالونه، (۲۰۰۰) کیلو ګرامه د وریجو خالي بوجۍ، (۵۹۴) کیلو ګرامه کيچپ، (۸۰۰) کیلو ګرامه سرکه، (۱۳۰) کیلو ګرامه رُب، (۷۰۷) کیلو ګرامه اورلګیت، (۶۱۰) کیلو ګرامه ملایي، (۱۶۰) کیلو ګرامه بيسکوټ او (۵۶) کیلو ګرامه د درملو خالي قوطۍ شاملې دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.