د هیواد شپږو ګمرکونو ته د (۱،۵) میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت کرینونه وپېرل شول
21 حوت 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کې د ګمرکي چارو د لا چټکتیا او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د څه باندې یو میلیون او (۴۵۲)زره امریکایي ډالرو په ارزښت (۸) عرادې کرینونه وپېرل. د دغو کرینونو ماډل نوی او په (۲۰۲۵)ز کال کې تولید شوي دي، هره عراده د (۲۵) ټنه وزن وچتولو وړتیا لري. دغه کرینونه به ( بلخ، ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او فراه) ګمرکونو ته په واک کې ورکړل شي. یاده پروژه د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان دولت ترمنځ (G2G) په ډول قرارداد شوې وه او لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوی . د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست ژمن دی، چې د هیواد ګمرکونه په پرمختلليو او عصري تجهیزاتو سمبال کړي؛ څو له یوې خوا په هیواد کې سوداګري وده وکړي او بلخوا د سوداګرو سوداګریز توکي خوندي وي.