د بلخ ولایت د سوداګرو او صنتکارانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول

معينيت تعمير.jpeg

18 حوت 1404

 د کب ۱۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل بلخ ته د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین په مشرۍ تللي پلاوي د یاد ولایت له سوداګرو او صنعتکارانو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل لارو د موندلو په موخه ناسته وکړه. یاده ناسته د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ په خونه کي جوړه شوې وه، چې د ګمرکونو او عوایدو معین، د عوایدو لوی رئیس، مل پلاوي او د بلخ ولایت یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو ګډون پکښې کړی وو. دګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په خپلو خبرو کې سوداګر او صنعتکاران هیواد ته د نوي ټکنالوژۍ د انتقال، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او د هیوادوالو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو مهمه ذریعه وبلله او هغوی ته یې د اقتصادي مجاهدینو لقب وکاراوه. همداراز د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د یادي ناستې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې سوداګر او صنعتکاران باید د خپلو ستونزو د حل له پاره خپلې ستونزې له اړوندو ادارو سره پر وخت شریکې کړي؛ ترڅو پر وخت رسیدنه ورته وشي. په ناسته کې د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې، د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او د هغوی غوښتنې د مسلکي ارزونې په موخه ثبت او یاداښت شوې. د یادونې وړ ده، چې ورته ناستې په هیواد کې د صنعت او سوداګرۍ پر وړاندې د ګمرکي او مالیاتي ستونزو د حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره کېږي.