د شمال او شمال ختیځ زون د یو شمېر ولایتونو د مستوفیانو او ګمرکي رئیسانو ترمنځ ناسته وشوه
21 حوت 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس مولوي سفرمحمد سحر، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداءمحمد صدیقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د بلخ، فاریاب، تخار، جوزجان، سرپل، کندوز، سمنګان، بغلان او بدخشان مستوفیانو او د حیرتان، آقینې بندر او شېرخان بندر ګمرکونو له رئیسانو سره د همغږۍ زیاتولو، د عوایدو د ډېرېدو، د عوایدو د انسجام، په مالیاتي اُصولو کې د نویو بدلونونو، د مستوفیتونو او ګمرکونو د ستونزو، د عوایدو د ډېرېدو او په ښه ډول عوايدي هدف ته د رسیدو په تړاو ګډه ناسته وکړه. ناستې ته د عوایدو او ګمرکونو معین وویل، چي د یوه نظام د اقتصاد د قوي کېدو لامل په نظام کې اطاعت، نظم، اخلاص، صداقت، امانتداري په مالیاتي اُصولو کې د نویو بدلونونو، د مستوفیتونو او ګمرکونو د ستونزو، د عوایدو د ډېرېدو او په ښه ډول عوايدي هدف ته د رسیدو په تړاو ګډه ناسته وکړه. ناستې ته د عوایدو او ګمرکونو معین وویل، چي د یوه نظام د اقتصاد د قوي کېدو لامل په نظام کې اطاعت، نظم، اخلاص، صداقت، امانتداري او خپل مسؤلیت ته متوجه کېدل دي؛ نو ټول باید خپلې دندې په پوره صداقت پرمخ یوسئ؛ ترڅو شته ستونزې حل او غوره پایلې ترلاسه کړو ور پسې د عوایدو لوی رئیس او د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس هر یوه په خپل وار د عوایدو د ډېرېدو او انسجام په تړاو هر اړخیزې او اړینې ویناوي وکړې. د ناستې په پای کې د مستوفیتونو او ګمرکونو د ستونزو، د عوایدو د ډېرېدو او د عوایدي هدف د ترلاسه کولو اړوند ازاد بحث وشو.