Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت اوومه ناسته ترسره کړه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت اوومه ناسته ترسره کړه

معينيت تعمير.jpeg

16 حوت 1404

 د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت اوومه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یادو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. د ناستې په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست وویل او ورپسې له اجنډاء سره سم د احصایې او معلوماتو ادارې له لوري د یاد هیئت د پریکړې له مخې مراجعینو ته د رامنځته شویو اسانتیاو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې شو، چې د هیئت له لوري یې ستاینه وشوه. همدا شان په دې ناسته کې د اقتصادي وزارتونو او ادارو تر منځ د همغږۍ د لا زیاتیدو او د اداري چارو د چټکوالي او د ولایتونو په کچه د څار هئیت د غونډو جوړیدو په اړه د شپږمې ناستې د پریکړو له مخې د تخنیکي هئیت راپورونه واوریدل شول او په ځینو برخو کې د اصلاحاتو په راوستلو سره د تائید وړ وګرځیدل. تر څنګ یې پریکړه وشوه، چې تخنیکي هیئت دې د مالیې وزارت له اداري کړنو څار تر سره کړي چی تر کومه یې مراجعینو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او خپل راپور دې راتلونکي غونډې ته وړاندې کړي. د ناستې په پای کې د ګډونوالو نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه هم واورېدل شول.