Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ نهمه ناسته وشوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ نهمه ناسته وشوه

معينيت تعمير.jpeg

13 حوت 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان والي او پراختیا په موخه د همغږۍ نهمه ناسته وشوه. په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین له مسئولینو څخه وغوښتل، چې د تل په څېر خپلو مسئولیتونو او صلاحیتونو ته پوره پاملرنه وکړي او مراجعینو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ښه زمینه برابره او په پوره ایماندارۍ سره خپلې دندې ترسره کړي. ورپسې د همغږۍ د اتمېي ناستې پر مهال ټاکل شویو پلاو ته د سپارل شویو مسئولیتونو د اجراآتو راپورونه واورېدل شول. د عوایدو او ګمرکونو د ساتنې قطعې د ولایتي قومندانیو له پاره د ودانیو او ټاورونو جوړولو، د شریعت مطابق د معینیت د کارکوونکو د صورت او سیرت برابرولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او لازمې پرېکړې وشوې. د یادولو ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ناستې هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخېدو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.