Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د آقینې په ګمرک کې د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د آقینې په ګمرک کې د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

abadee.jpg

30 دلو 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د آقینې په ګمرک کې د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ګمرک د احاطې دېوال، د سندونو آرشیف ودانۍ او د درې بابه استوګنیزو ودانیو د پروژو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې. د یاد ګمرک نوی رغول شوی چاپېر دېوال د (۲،۷) کیلو مټره اوږدوالي په لرلو سره (۸) امنیتي ټاورونه لري. همداشان د سندونو آرشیف ودانۍ، چي په یو وخت کي د (۲۵) زره دوسیو د ځایولو ظرفیت لري او د دې برخې کارکوونکو او مراجعینو ته هم مناسب ځای پکښې جوړ شوی. تر څنګ یې د آقینې ګمرک درې بابه استوګنیزې ودانۍ، چې هر باب یې څلور خونې، دهلېز، پخلنځی او نور اړین تجهیزات هم لري. د یادوني وړ ده، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د سوداګریزو توکو او ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو په برخو کې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.