Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو او عوایدو معین د العزم قول اُردو له قومندان سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو او عوایدو معین د العزم قول اُردو له قومندان سره وکتل

معينيت تعمير.jpeg

28 دلو 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، هلته یې د فرعي ګمرکونو د مسئولینو په شتون کې د العزم قول اُردو له قومندان قاري محمد ایوب خالد سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د هیواد په پولو کې د قاچاقي توکو پر مخنیوي او په دې برخه کې د همغږۍ په لا زیاتولو هر اړخیز بحث او خبرې وکړې. د لیدنې په پای کې د العزم قول اُردو قومندان د قاچاقي توکو د مخنیوي په برخه کې د هر ډول همکارۍ او پوره همغږۍ ډاډ ورکړ. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو او لویو لارو کې وارداتي او صادراتي توکي په کلکه څارل کېږي او هیچاته اجازه نه ورکول کېږي، چې قاچاقي او ممنوعه توکي ولېږدوي.