د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د څه باندې (۸۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې
16 دلو 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د څه باندې (۸۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د درې بابه هنګرونو او د یاد ګمرک د احاطې دېوال د کټارو نصبولو پروژو رعنیزې چارې پیل شوې. دغه نوي جوړېدونکي هنګرونه، چې هر یو یې په یوه وخت د (۲۰) بار وړونکو موټرونو د تخلیې ظرفیت لري؛ په جوړېدو سره به یې سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي. همداشان به د یاد ګمرک په (۸۶۰۰) متره د احاطې دیوال باندې د (۱۲۰) ساتني متره په لوړوالي سره کټارې هم ولګول شي. د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت له لوري د هیواد د ګمرکونو د عصري کولو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، په ګمرکونو کې ګڼې پراختیایي پروژې پلي کړي او ځیني یې د پلي کېدو په حال کي دي.