د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت شپږمه ناسته وشو

معينيت تعمير.jpeg

19 دلو 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت شپږمه ناسته د یادو ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د ګمرکونو. او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.


د ناستې په پیل کې د کابل ښاروالۍ له لوري د یاد هیئت د پرېکړي له مخې مراجعینو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلوماتي پریزنټېشن وړاندې شو. ورپسې د صنفي جوازونو په برخه کې د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو، د اقتصادي وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا زیاتېدو او د اداري چارو د چټکوالي په اړه د پنځمې ناستې د پرېکړو له مخې د تخنیکي هئیت راپورونه واورېدل شول او په ځینو برخو کې د اصلاحاتو په راوستلو سره د تائید وړ وګرځېدل. د دې ترڅنګ د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ورته ناستو پر جوړېدو هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې یاده موضوع دې له اقتصادي کمېسیون سره شریکه شي، چې له تائید وروسته به پلې شي. د ناستې په پای کې د ګډونوالو نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه هم واورېدل شول.