د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ په ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې

معينيت تعمير.jpeg

13 دلو 1404

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ۱۴۴۷ کال د همغږۍ اتمه ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اړوندو ریاستونو د مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.  
په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د اړوندو ادارو د لا ښه والي او پیاوړتیا لپاره یې په لازمې همغږۍ ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې له اجنډاء سره سم د اوومې ناستې د پریکړو پلي کولو راپورنه د ټاکل شویو پلاو له لوري وړاندې شول، چې د ناستې له لوري د تائید وړ وبلل شول.
همدا شان د ګمرکونو د کورني ترانزیټ په جوړ شوي لارښود، د یو شمېر شرکتونو په انتفاعي مالیې، د صنعتي فابریکو او تولیدي شرکتونو د خامو موادو په واردولو یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناستې په میاشتني ډول تر سره کیږي او ورته ناستې په ولایتونو کې هم د مستوفیتونو او ګمرکونو تر منځ د ستونزو د حل او د همغږۍ رامنځته کولو په موخه تر سره کیږي.