د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت پنځمه ناسته وشوه

معينيت تعمير.jpeg

2 دلو 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت پنځمه ناسته د یادو ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
د ناستې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د یاد هیئت د پرېکړې له مخې مراجعینو ته د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلوماتي پریزینټېشن وړاندې شو. ور پسې د امارتي املاکو لوی ریاست او د کابل ښاروالۍ اړوند د املاکو په برخه کې د شته ستونزو پر حلېدو، د درملو واردولو په (پرو فورمه) کې د سوداګرو پر ستونزو او په دې برخه کې د تخنیکي هیئت پر چمتو شوي راپور، د صنفي جوازونو په برخه کې د سوداګرو او صنعتکارانو پر ستونزو او حل لارو، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځینو پروسو پر را لنډولو، د صادراتي او وارداتي توکو د تخلیې او بارګیرۍ په برخه کې د استراس امارتي شرکت د پروسو په ساده کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په پای کې د ګډونوالو نظریات، غوښتنې او وړاندیزونه هم واورېدل شول.