په تېرو درېیو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي
22 جدی 1404
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو درېیو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۴۰۰۸) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۹۸۷۹) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۷۲۷۵) کیلو ګرامه وریجې، (۴۳۲۰۰) کیلو ګرامه مالګه، (۵۲۲۰) کیلو ګرامه نوې البسه، (۲۱۰۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۸۵۶) کیلو ګرامه ملایی، (۱۸۲) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۱۰۹۴۳) کیلو ګرامه چیلم مواد، (۵۷۰۶) کیلو ګرامه د خیاطۍ اسباب، (۳۲۶۵) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۲۰۰۰) کیلو ګرامه اچار، (۲۱۰) کیلو ګرامه د مخ کریم، (۴۰۰۰) کیلو ګرامه لیلامي البسه، (۵۵۰۰) کیلو ګرامه مرغي دانه، (۱۱۲۵) کیلو ګرامه رول پلاستیک، (۶۰۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۵۰۰۰) دانې زیکپ ګولۍ، (۲۸۰) کیلو ګرامه چرګوړي، (۲۷۲) کیلو ګرامه رانجه، (۱۲۰) کیلو ګرامه غوړي، (۱۴۰) پاکټي کوچ، (۱۴۰) کیلو ګرامه مکروني او (۱۱۰) کیلو ګرامه انرژي باب (۵۲۰) کیلو ګرامه هګۍ او (۶۰) کیلو ګرامه کینو شامل دي نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.