Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د سپین بولدک په ګمرک کې (۲۳۵۰) کارټنه قاچاقي او بې کیفیته درمل وسوځول شول | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د سپین بولدک په ګمرک کې (۲۳۵۰) کارټنه قاچاقي او بې کیفیته درمل وسوځول شول

Untitled.jpg

17 جدی 1404

 د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کې (۲۳۵۰) کارټنه د خورا ښکته کیفیته لرونکي درمل، چې په قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل شوي ول، د محکمې د حکم له مخې د کندهار ولایت د بېلابېلو اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کې وسوځول شول. د یادو درملو زیاته برخه د سپین بولدک ګمرک د کارکوونکو او یوه اندازه نور یې د اړوندو امنیتي ادارو له لوري نیول شوي ول. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو او لویو لارو کې وارداتي او صادراتي توکي په کلکه څارل کېږي او هیچاته اجازه نه ورکول کېږي، چې قاچاقي او ممنوعه توکي ولېږدوي.