د هیواد یو شمېر ګمرکونو ته د څه باندې (۶)لکه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېل وسایط وپېرل شول

G9-ah7fXsAA6COU.jfif

16 جدی 1404

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د حیرتان، آقینې او فراه ګمرکونو کې د چارو د لا چټکتیا، سوداګرو او موټر چلوونکو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي کارکوونکو ستونزو ته  د رسېدو په موخه د (۶)لکه او (۲۵۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت درې عرادې لوډر، درې عرادې ډمپر او دوه عرادې د اوبو ټانکرونه وپېرل. له دې وړاندې په یادو ګمرکونو کې د شدیدو ریګي بادونو له امله ډېری وخت د ګمرک احاطه او سړکونه له بندښت او ستونزو سره مخ کېدل، چې د دغه وسایطو له پېرلو او کارونې سره به یادې ستونزې حل او په اړونده برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له بیاځلي واکمنۍ څخه راوروسته د هیواد په ګمرکونو کې بېلابېلې ودانیزې او تجهیزاتي پروژې پلي شوي دي او ځینې یې د پلي کېدو په حال کې دي.