د هیواد اوو ګمرکونو ته د څه باندې دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژنې وسایط وپېرل شول
11 جدی 1404
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کې د اور لګېدنې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د څه باندې (۲) میلیونه او (۳۶) زره امریکایي ډالرو په ارزښت (۸) عرادې د اور وژنې وسایط وپېرل. د اور وژنې دغه وسایط په تېر (۲۰۲۵)ز کال کې تولید شوي دي او هره عراده د (۱۰) زره لېټره اوبو ځایولو ظرفیت لري. دغه پېرل شوي وسایط به د (حیرتان، آقینې، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار) په ګمرکونو کې په کار واچول شي. دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان هیواد ترمنځ د(G2G یا دولت په دولت) په ډول قرارداد شوې وه او لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوی. د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت ژمن دی.، چې د هیواد ګمرکونه په پرمختللو او عصري تجهیزاتو سمبال کړي؛ څو په هیواد کې د سوداګرۍ لا ودې او د سوداګریزو توکو بشپړ خونديتوب ته ښه زمینه برابره شي.